Thursday, May 27, 2010

لیکنو ته دماشومانو د هڅولو 10 لارې ــــ رحیم الله بشارت

لیکنو ته دماشومانو د هڅولو 10 لارې ــــ رحیم الله بشارت

پر زده کوونکو تخلیقي لیکنې کول دهغوی دپنځونې مهارت ته پراختیا ورکوي، منطقي تفکر ته یې وده ورکوي، دژبې په ښې زده کړه کې ورسره مرسته کوي او نورو ته دخپلو فکرونو د څرګندولو په لارو چارو یې پوهوي.
هر زده کوونکی د ښې لیکنې وړتیالري، خو په پیل کې لیکنې ته دزده کوونکو هڅول، بنسټیز تخنیکونه ورښودل او تمرینول پرې ضروري دي. که ښوونکي زده کوونکوته د تخلیقیي لیکنو لارې چارې وښيي او پرې تمرین یې کړي دابه زده کوونکوته په زړه پورې وي ، دوي به خوشحاله کړي او ښه زده کړه به هم وکړي.
لیکنو ته د زده کوونکو دهڅولو کیلي دداسې فعالیتونو پلانول دي چې د زده کوونکو کنجکاوي او د څېړنې او پنځونې حسونه راوپاروي. ځینې لاندې لیکل شوې لارې تجربه شوي او د زده کوونکو ډېره مینه او توجه یې دځان کړې ده.
1. له کوره ترښوونځي:
له کوره ترښوونځي او یاله له ښوونځي ترکوره: په دې کې لومړی له وړو ماشومانو غوښتل کېږي چې هره ورځ له کورنه ښوونځي ته او یا له ښوونځي نه کورته د تګ راتګ کیسه وکړي ـــ څه دې ولیدل ـــ له چاسره دې ستړي مشي وکړل ـــ ګلونه وو که نه وو؟ په ګلونو پرخه پرته وه که نه ؟ چا له کوره رخصت کړې ـ؟ مینه یې درسره وکړه که نه ؟ څه فکر دې کاوه چې را روان وې ـــ له کومو ملګرو سره دې ولیدل او څه خبرې مو وکړې؟ کله چې زده کوونکي په شفاهي ډول ددې پوښتنو ځوابونه تمرین کړي بیایې پرې ولیکئ.
2. د جملو ترتیبول
ددې لارې له مخې د ښونکي لخوا دیوې کیسې جملې مخکې وروسته (بې ترتیبه) کېږي او بیا زده کوونکو ته ورکول کېږي چې دیوې کیسې په ډول یې یوه په بله پسې په ترتیب ولګوي .
3. کلیمې ورکول:
زده کوونکو ته ځینې کلیمې ورکول چې کیسه ترې جوړه کړي. د بېلګې په ډول: دولس کلن هلک ـــ ښوونځی ـــ لار ـــ سپین ږیری ـــ لاس نیول ـــ کور ــــ رسول ـــ دعا ـــ ښوونکی ـــ کیسه ـــ ستاینه
4. کوم ښه کار؟
ددې لارې له مخې زده کوونکو ته دنده ورکول کېږي چې د هغو ښوکارونو کیسه ولیکي چې دوی ترسره کړي دي، له دې لارې دوی دښو کارونو د ترسره کولو انګېرنه هم اخلي او هڅېږي.
5. دود لیکنه
په دود لیکنه کې زده کوونکي دخپلو دودیزو لمانځنو او غونډو کیسه لیکي لکه ودونه ، سنتونه ، اخترونه ، او نور او بیایې ټولګي ته لولي چې دوی څنګه یو دود لمانځي ، په دې کې که ښوونکې هڅه وکړي نو زده کوونکو ته دهغوی د دودونو په هکله ښه انګېرنه (طرزتلقي) هم ورکولی شي چې کوم دود ښه دی ، ګټه یې څه ده ؟ کوم ښه نه دی او ولې ښه نه دی؟
6. [i]درې دقیقه ییزه لیکنه
ددې لارې له مخې زده کوونکو ته یو عنوان یاموضوع ورکول کېږي ـــ داسې عنوان چې دوی ورسره بلد وي او مالومات پکې ولري ـــ او ترې غوښتل کېږي چې په دریو دقیقوکې هغه څه ولیکي چې د عنوان په اړه ددوی په فکر ونو کې راځي. په دې کې دخوند ټکی د وخت ټاکل دي چې زده کوونکي پکې هڅه کوي په خپل ټاکلي وخت کې هغه څه چې په ذهن کې یې تېرېږي په بیړه ولیکي، دوی په دې هکله د زیات فکر وخت هم نه لري ، زده کوونکي چې له دې سره عادت شي بیا په محدودو وختونو کې دخپلو کارونو دترسره کولو وړتیاهم لري. کله چې زده کوونکي په یوه ټاکلي وخت کې د لیکلو تمرین وکړي لیکنه یې رښتینې تخلیقي کېږي ځکه په دې کې دوی د نقل یا د اورېدلو کلیشه يي جملو د لیکلو هڅه نه کوي.
7. ته نن پخپله نه یې
په دې میتود کې زده کوونکو ته ویل کېږي چې نن تاسو پخپله تاسو نه یئ، تاسو به له ځانه یوبل څوک جوړوئ. ددې لپاره ښايي چې واړه کارډونه جوړکړل شي او په بېلابېل رولونه پرې ولیکل شي. دبېلګې په ډول: ته به نن خپله ته نه یې ... ”ته به نن یوتوتي یې او په یوه دښته کې به په خزانه پسې ګرځې“ ته به یوه ښارو یې دسرو زروـــ او ښایسته کاڼو یوه یو وړوکی کان دې موندلی ـــ څه به ورسره کوې؟ ته نن یوښوونکی یې، ته نن یو ډاکټر یې ،د دې لوبې لپاره پکارده چې هرزده کوونکي راځي، له کتلو پرته یو کارډ اخلي او بیاله هغه رول سره سمه کیسه لیکي.
8. کیسه لېږد:
د کیسه لېږد میتود هم یوپه زړه پورې میتود دی. په دې کې لومړی ښوونکي دیوې کیسې څو جملې لیکي ، بیایې هریو زده کوونکي ته ورکوي چې هریو پرې څو داسې جملې ورزیاتې کړي چې کیسه پرمخ بوځي. په دې کې ښوونکي د پنځه شپږ زده کوونکو په سر یوه کیسه پیل کوي. اوهر زده کوونکي ټاکلې جملې او ټاکلی وخت لري. په پای کې کیسې په لوړ غږ لوستل کېږي.
9. ګرانه ښوونکیه!:
زده کوونکي خپل ښوونکي ته لیکونه او خبرې کول خوښوي. نو دتخلیقي لیکنې یوه لاره داده چې دوی ته وخت ورکړل شي چې خپل ښوونکي ته لیک ولیکي. ددې لپاره پکارده چې یوه ټاکې موضوع ورکړل شي. لکه د ټولګي دښه کېدو لپاره وړاندیزونه، دخپل ځان په هکله څه ویل، او یا له کور نه ترښوونځي پورې د راتګ کیسه کول. دوی داهم کولی شي چې سرښوونکي یامدیر ته لیکونه ولیکي.

10. ایاپوهېږئ:
ددې لارې له مخې هرزده کوونکي د یوې موضوع کارپوه جوړېږي او دیوه کارپوه په څېر په ورکړل شوې موضوع لیکنه کوي. بیاخپله لیکنه ټولګي ته اوروي او ټولګیوال پرې نظر ورکوي. دا ډول لیکنې په زده کوونکو کې د علمي مقالو دلیکلو وړتیا روزي.
پورته لارې یواځې د ښوونکو د کارلو لپاره نه دي بلکې میندې پلرونه هم کولی شي چې له خپلو ماشومانو سره یې تمرین کړي ترڅو فکرونه یې پراخ او استعدادونه یې وغوړېږي.

[i] http://lesson-plans-materials.suite101.com

Wednesday, May 26, 2010

دخپرونو لپاره موضوع څنګه پیداکړو؟ رحیم الله بشارت

دخپرونو لپاره موضوع څنګه پیداکړو؟
څه موده وړاندې راته دخپل دفتر له لوري دشمشاد تلویزوند پروډیوسرانو او د پروګرام جوړونې دنورو کارکوونکو د روزنې دنده راکړل شوې وه ـــ په دې لار کې ځینې ستونزې وې خو ګټې یې هم لرلې ـــ یوه ګټه یې داچې څېړنې ته یې اړکړم چې کتابونه او ویبپاڼې وګورم او د اړتیاوړ مالومات ترې راټول کړم او بیایې دوی ته وړاندې کړم. دا لیکنه هم د هماغه مهال لیکنه ده. چې ځینې برخه به یې کېدای شي کټ مټ هم له انګلیسي متن څخه ژباړل شوي وي خو ډېرې زیاتونې کمونې هم لري. بشارت

رحیم الله بشارت
ځینو نوو لیکوالو او پروډیوسرانو ته دخپلو خپرونو او لیکنو لپاره دموضوعګانو او ایډیاګانو پیداکول یوه ستونزه وي.له دې ستونزې سره یواځې دانه چې دفیچرونو او څېړنیزو خپرونو او لیکنو لیکوونکي مخ وي دډرامو ، طنزي خپرونو او ان تردې چې دتلوېزون دشوګانو لیکوونکي هم ورسره لاس او ګرېوان وي. خو که هڅه وکړو دا داسې ستونزه نه ده چې په اسانه یې اواره نه کړو. او ذهنونه دسپین کاغذ غوندې تش پاتې شي.
دخپرونو او لیکنو لپاره فکرونه او موضوعګانې هرچېرته شته. ددې لپاره لومړۍ سرچینه پخپله ستاسو فکرونه دي. ستاسو خپل فکرونه ، لږ خپل فکر ته فکر وکړئ ، تاسو دڅه په هکله سوچ کوئ. وګورئ چې همداستاسو خپل سوچ دخپرونې لپاره په یو فکر او موضوع نشي بدلېدای؟
خامخابدلېدای شي. ځکه تاسو ددې ټولنې غړي یاست دکومې لپاره چې لیکل کوئ . انسان دهغه څه په هکله سوچ کوي څه چې ترلاسه کول غواړي او یادهغه څه په هکله چې له ځانه یې لرې کول غواړي. کېدای شي ستاسو دټولنې ډېرغړي همدغه ستونزه ولري. له کومې چې تاسو ځان خلاصول غواړئ او یاکېدای شي همداڅه چې تاسو یې ترلاسه کول غواړئ دټولنې نور غړي یې هم ترلاسه کول غواړي خو خو څنګه چې یې لاره تاسو ته نه ده روښانه همداسې به هغو ته هم روښانه نه وي.
دهمدې لپاره څېړنه وکړئ. او باور ولرئ چې دڅېړنې پرمټ به یوه داسې موضوع پیداکړئ چې لیدونکي، اورېدونکي او لوستونکي به یې دخپل زړه ټاپی وګڼي او خوندبه ترې واخلي.
په لویه کې هغه پروډیوسران او لیکوالان دخپرونو او لیکنو لپاره دموضوع ګانو له کمښت سره مخ وي چې لاندې فکرونه او خویونه لري.
فکر کوي چې په ټولو ښو او په زړه پورې موضوعګانو باندې خپرونې جوړې شوې دي.
فکرکوي چې دخپرونو ټاپي هم لکه دغنمو کندوـــ چې یو وخت تشېږي.
څوک چې په خپل چاپېریال کې شته شیان عام ، واړه او ددې وړ نه ګڼي چې دی به پرې څه ولیکلی شي.
څوک چې یوه ایډیا(مفکوره) پیداکړي او فکر وکړي چې دی به یې یاده وساتي او اړتیایې نیشته چې وه یې لیکي.
څوک چې دځان په هکله داقضاوت کوي چې دی دپنځونې (تخلیق) دومره ځواک نه لري چې هر وخت یوه نوې موضوع او ایډیاپیداکړي.
ښه نو! کوم خویونه ولرو چې بې شمېره مفکورې او موضوعګانې ولرو؟ ددې لپاره ښايي چې لاندې ټکي په پام کې ونیسو.
خپل چاپېریال ته وګورئ او هرڅه چې وینئ په هغو فکر وکړئ او هڅه وکړئ چې څه ترې ترلاسه کړئ.یانې دیوه پروډیوسر او لیکوونکي په سترګو او سترګیو ورته وګورئ.
بازار ته لاړشئ ، نوم دړویالوحو ته وګورئ ، دعام استعمال په شیانو باندې وړو لېبلونو او د لارښوونو ټکو او نښتو کاغذونو ته وګورئ. او فکر پرې وکړئ چې څه ترې ترلاسه کولی شئ.
ورځپاڼې او مجلې وګورئ او فکر وکړئ چې له کوم فکر نه څنګه یو ګټور فکر او مفکوره اخیستلی شئ.
له ځان سره یوه وړه کتابچه وساتئ او څنګه چې مو کومه مفکوره مغزو ته راشي سملاسي یې ولیکئ. په خپله حافظه هیڅکله داباور مه کوئ چې یاده به یې وساتئ ، ځکه چې حافظه که شیان یادساتلی شي نو هېرولی یې هم شي. وايي د ځواکمنې حافظې نه کمزوری رنګ(دقلم رنګ) زورور دی.
داخو لوی ټکي او لارښوونې وې راځئ وګورو چې په ځانګړي ډول له کومو لارو کاراخیستلی شو چې خپلو لیکنو او خپرونو ته پرې مفکورې پیداکړو.
له ځان سره مرکه: ددې لپاره یو لار داده چې خپل Audience مالوم کړئ . یانې تاسو دچالپاره خپرونه جوړوئ او یالیکنه کوئ. که دغه څوک ستاسو دکچې وي . له خپل ځان سره مرکه وکړئ او له ځانه هغه پوښتنې وکړئ چې تاسو غواړئ پرې وپوهېږئ. پخپله به درته څرګنده شي چې په کومو برخو کې مالوماتو ته اړیاست. نو بیافکر وکړئ چې په همدغو برخو کې دمالوماتو ورکړې ته ستاسو دټولنې ډېر وګړي اړدي او که په همدغې موضوع باندې ورته خپرونه جوړه کړئ ډېر خلک به یې هم واوري اوهم به یې وګوري.
که سیاسي خپرونې جوړوئ : نو له یوه لوی سیاستوال سره خیالي مرکه وکړئ او هغه چې کومې خبرې له تاسوپټوي ددې مانا داده چې تاسو په همدغو خبرو پوهېدل غواړې او ستاسودټولنې ډېر نور خلک هم ستاسو په څېر همدغو مالوماتو ته لېواله دي.
له تاریخي شخصیتونوسره مرکه : دخپرونو لپاره دموضوعګانو او ایډیاګانو دپیداکولو یوه لار د داسې تاریخي سټوسره خیالي مرکې دي چې له تاسو نه لسیزې یاسلیزې پخوا تېرشوي دي. دغه مرکه بیامه خپروئ خو که تاسو په دې بریالي شئ چې له دوی سره په خیال کې داسې مرکه وکړئ چې ځانونه مو ورته تیارکړي وي نو تاسو ته به دڅو خپرونو مواد په لاس درکړي. دبېلګې په ډول که زه غواړم چې یو پوهنیزه خپرونه جوړه کړم نو له کوم لوی شخصیت لکه افلاتون ، سقراط او نورو سره به مرکه وکړم او که غواړم چې ادبي خپرونه جوړه کړم نو له کومې سترې ادبې سټې سره به خیالي مرکه وکړم او که غواړم دافغانستان په سیاسي حالت باندې خپرونې جوړې کړم او ایډیانه لرم نو دافغانستان له ستر سیاسي شخصیت مېرویس نېکه سره به خیالي مرکه وکړم.. او دغه مرکه به داسې پیل کړم.
زه : بابازه د یویشتمې پېړۍ دافغانستان اوسېدونکی یم ، یو لیکوال یم او غواړم له تاسو سره خواله وکړم. که لږ غوندې وخت راکړئ نېکمرغي به مې وي.
بابا:(ددې په اورېدو باباله ژور فکر نه ډکه څېره او له برمه ډکې سترګې راواړولې او وې ویل : بچیه ! زماوخت ، زماژوند او زمافکر ټول زمادبچو لپاره دی. ته پخیر راغلې .
زه: باباتاسو فکر من او خپه غوندې مالومېږئ.
بابا: (مسکی شو) فکر کول او دفکر په پرانیستو لارو تګ خو زماپخوانی عادت دی او پاتې شوه دخپګان خبره نو ماچې تاسو ته کومې لارې پرې ایښې وې په هغو مو تګ ونه کړ. او له بدمرغیوسره مخ شوئ. او دچابچي چې بدمرغه وي ، رټل کېږي ، وهل کېږي ... نو هغه به څنګه خوشحاله شي.
زه : باباتاسو دکومو لارو خبره کوئ.
بابا: مادګرګین سره دمقابلې لپاره له کومو لارو کارواخیست؟ خو تاسو هېرې کړې دي ځکه ؟ ماله زورور او مکار دښمن نه خپله خاوره او خپل ولس دفکر په زور خلاص کړ. تر هغو پورې مې کوم قدم نه اخیسته چې دهغوی په خویونو، کمزوریانو او ځواکمنتیاوو مې ځان پوه نه کړ. او چې کله پوه شوم او خپل فکرونه او تدبیرونه مې ښه وتلل نوبیامې لومړی کار داوه. چې خپل ولس مې له ځان سره ملګری کړ. لویه جرګه مې جوړه کړه. او دپښتونخوا دلر،بر هر یو یوه خوله او یوه خبره شوه نو هله مې بیاتورې ته لاس کړ.
زه: تاسو اوس زمونږ له حاله خبر یاست؟
بابا: ولې نه یم خبر ؟ زه پوهېږم چې تاسو په خپلو کې یوبل ته په بېخ کندنه بوخت یئ، له یوه بل سره سلا، مشورې او جرګه کېدل مو پرېښي دي. او ددې سزا هره ورځ وینئ، ټول ژوند مو له تاوتریخوالي او جګړو ډک دی یابه خپل وروڼه وژنئ او یابه مو نور وژني.
زه : بابا! نو مونږ اوس څه وکړو؟ ځان له دې بوختې او ستونزمن حالت نه څنګه وباسو؟
بابا: که فکر وکړئ ددې لاره اسانه ده. لومړی خو یومشر پیداکړئ داسې مشر چې له هېواد او ولس سره رښتینې مینه ولري.
زه : او بل ؟
بابا: بل داچې له خپلو خلکو سره کېنئ ، تاسو له ګاونډیانو او د نړۍ له نورو خلکو سره په خبرو او ان تردې چې په چاپلوسئ کې هم کوم شرم نه ګڼئ ،خو له خپلو خلکو سره خبرې دخپل پوچ غرور ماتېدل ګڼئ. که له خپلو ورونو سره دغسې چلند کوئ نو همدابدبختي به وي او ستاسو په تندو به لیکل کېږي.
زه: بابا! نو خبرې څنګه وکړو؟ مونږ یې په چل نه پوهېږو، ددولت پر ضد ولاړخلک په غرونو کې دي. هغوی دخبرو لپاره داسې شرطونه ږدي چې دمنلو نه وي نو مونږ څنګه خبرې کولی شو؟
بابا: ( موسکی شو) په دې خو پخپله فکر وکړئ ، مادفکر لپاره دپردیو د دربارونو سره روغې او جوړجاړي ومنل چې ځان په دې پوه کړم چې له خپل ولس سره څه وکړم . او دچا له کومې کمزورۍ نه څه ډول ګټه واخلم؟
زه : بابا! خو دلته اوس ستونزه داده چې یواځې خپل خلک مو نه دي نور پکې هم لاسوهنې لري.
بابا( بیاموسکی شو) بهر لاسونه هغو ګرېوانونو ته لوېږي چې له تن نه جلاوي. که ګرېوان دې له تن سره ټینګ وي پردي لاسونه پرې خویېږي. بیادې ګرېوان ته نشي لوېدلی .
زه: بابا! نو داخو هم یو څه ګونګه خبره ده. څنګه دغه خلک ځانته راټول کړو چې بهرنۍ لاسوهنې له مینځه لاړې شي؟
بابا: لاړشه او پدې فکر وکړه چې دغه ګونګې خبرې څنګه ځانته روښانه کړې.
زه: باباډېره مننه چې دومره وخت موراکړ.
بابا: زما وختونه ستاسو لپاره دي خو لږ فکر وکړئ او دفکر لپاره لومړی ځانونه په مسئلو پوه کړئ چې فکرونه ګټور وي او یوې پایلې ته مو ورسوي.
دې وړې مرکې چې له مانه یې لس دقیقې وخت وغوښت. ماته دافغانستان دستونزو د اواري لپاره لږ ترلږه دڅلورو خپرونو ټاپي راکړل. که څه هم داټاپي بشپړ نه دي او نه دټاپو په بڼه دي بلکې دپوښتنو په بڼه دي او پوښتنې دخبرو اترو او ویناوو هغه برخې دي چې پکې له خبرو نه خبرې زېږي او پروګرامونه نور څه غواړي؟
همداغواړي چې له خبرو نه خبرې وزېږوه په دې کې به دکارخبرې پیداشي او دغه دکارخبرې اورېدونکو او لیدونکو ته ورسوه.
ښه نو هغه څلور لویې خبرې دڅلورو پوښتنو په بڼه کومې دي. هغه دادي.
1. دملت جوړونې لارې څه دي او اوس مونږ له کومو لارو کاراخیستلی شو چې ملت مو یوه خوله او یوه خبره شي.
2. څنګه کولی شو چې یو ملي مشر ولرو داسې مشر چې ټول ولس پرې راټول شي.
3. څنګه کولی شو ددولت پر ضد د ولاړو خلکو سره خبرې وکړو.؟
4. بهرني لاسونه څنګه لنډ کړو چې زمونږ ترګرېوانونو را ونه رسېږي.
همداسې نورې ډېر لارې شته لکه کتابونه لوستل او هغه څه چې درته په زړه پورې ښکاره شي دهغې په هکله نوره څېړنه کول او ځان پوهول او بیاپرې دنورو دپوهولو او خبرولو هڅه کول.
په انټرنیټ کې څېړنې کول : بلاګونو ته تلل او لوستل کول هم ګټور دي خو له دې ټولو نه هغه وخت ګټه اخیستلی شو چې همداسې ورته ځیر اوپه څوــ کې ناست یو لکه له چانه چې په ګڼ ځنګل کې مالونه ورک وي او رو ـــ یې ورته نیولی وي چې څنګه یې په خوا راشي دی بیاانتظار نه کوي سملاسي ورپاڅې او له غړوندي یې رانیسي.
یوه بله ګټوره لار دسرخلاصي فایل جوړول دي. دیو داسې فایل چې په هغې کې دخپلې خوښې او دخپرونې له تن او ارواسره جوړې لیکنې پکې وساتئ او کله ناکله یې په وزګارو وختونو کې په بیابیاګورئ . دا هم درته نوي فکرونه درکوي خو هڅه داوکړئ چې دافکرونه نوي او په نوې بڼه جوړشوي وي چې نقل او کاپي پکې نه وي. هرکله چې ایډیاپیداکوئ بیایې دهمدغه فایل په یوه ځانګړې پاڼه کې ولیکئ او داړتیاپروخت ترې کارواخلئ.
دکلیز ساتل او دکلیز دهرې ورځې او یالږ ترلږه دملي ، نړیوالو ورځو او رخصتیو په هکله مالومات ترلاسه کړئ او له هغې ورځې سره یې ولیکئ داهم درته ښه فکرونه او نوي ټاپي درکوي.
هرسهار دلویو نړیوالو راډیوګانو او هره شپه له یوه نه د ډېرو لویو سیمه ییزو او نړیوالو ټلویزوني چینلونو خبرونه واورئ او په دې نیت یې واورئ چې ستاسو دخیر او ګټې یانې ستاسو دپروګرم لپاره به پکې څه خامخامومئ.
یادساتئ چې هر پروګرام ښايي دیوه مقصد دترلاسه کولو لپاره جوړشي . بې مقصده پروګرام لکه بې پروګرامه (بې پلانه) ژوندبې مقصده وي، نه به پرې تاسو ویاړ وکړئ او نه به نورو ته ارزښت ولري.

Thursday, November 5, 2009

ماشوم مجبوریت


لکه څنګه چې مجنون مجبور و چې دلیلی سپی ښکل کړي. لکه څنګه چې دپاکستان پخوانی لومړی وزیرشوکت عزیز مجبور و چې دامریکې دپخواني ولس مشر بش له سپي سره مینه وکړي، لکه څنګه چې کرزی مجبورشو چې بیاټاکنې وکړي ، لکه څنګه چې اوبامامجبور دی چې اووه ځله دخپلو امنیتي سلاکارانو بې څرک لګوونکې مشورې واوري،په وړوکوالي کې ډېری وختونه زه هم همداسې مجبورشوی یم چې سیاسي بحثونه واورم. او یادسیاستوالو باټې، او چلونه ،نیرنګونه بې سترګو ،خو غوږورو ته ووایم.
زمامجبوري داوه چې له ادبیاتو سره مې مینه وه ،شعر مې خوښېده او که هنري نثر به چې په لره پښتونخواکې ورته نه پوهېږم تکل وايي که انشاییه راته ٫٫ میلاو٬٬شوترڅو چې به مې لوستلی نه و, نه مې پرېښوده.
په پنځم ټولګي کې وم چې وړه ؛خوښایسته کتابچه مې لرله. د جلاله (له مردان څخه دسوات پرلور د تخت بهایي او شېرګړ ترمینځ پروت کلی چې ګودر یې په پښتو ادبیاتو کې مشهور دی لکه : دجلاله ګودره وران شې، په جینکو دې سالنډی ولګونه)د خوړ په غاړه به ناست وم. اوبو ته به مې کتل او څه چې به مې ذهن ته راتلل هغه به مې لیکل. دامې هم یادشي چې په دغو وختونو کې مې ذهن ته کوم ښه شیان راتلل هم نه ، ځکه چې ښه شیان مې لوستلي نه و. کتاب ته مې لاس رسی نه لاره ، د پوهانو او ادیبانو له بنډاره ناخبره وم. دلوستلو لوی شی به وحدت ورځپاڼه وه. چې هغه به هم کله کوم مېلمه راپېښ شو او مېلمه به هم په سلو کې یو و چې ورځپاڼه به یې لوستله او یابه یې لکه په کوزه پښتونخوا کې چې دود دی دهغوی په خبره د٫٫شوشا٬٬لپاره ورسره راخیستې وه.په دغه وخت د غبرګونوحزبونو(خالص او حکمتیار) په خپل وارسره النور او شهادت هم خپرېدې، د اتحاد هم هېر مې دي اتحاد به وه یابه دعوت دابه خپرېده، خو دوی دکندهاریانو خبره ګردسره دوه ستونزې لرلې یو خو خیراتي وې او خیراتي شی هسې هم ښه نه وي او بیاچې لاخیرات العام هم وي یانې هرچاته رسېږي نو بیاخو یې مزه بېخي نه وي.اوبل یې ټولې دشهادتونو ،مرګونو ،جنګونو ،حزبونو ،ګروپونو، بریدونو ،یرغلونواوکفرونو خبرې کولې. او دامې یوه هم نه خوښېده.
نو که دا ورځپاڼې به چاراهم کړې ،بیابه مې هم سترګې مېلمه ته وې ،هغه مېلمه ته چې ورځپاڼه ورسره راوړي. بې ورځپاڼې مېلمه مې دسردښمن راته ایسېده ،خدای وهلی چې خپله یې کارنه درلود ،اونور یې له لوبو ویستل. زور خو یې په مشرانو (سړو) نه و. خواړه امریکې ورکول،ویشل پاکستان ،پخول ښځو او ترمېلمه پورې رسول مونږ خوارکوماشومانو...
دوی خو لکه دکندز د دبزګرانو ژمی چې چې ترڅو په واورو سپینه ځمکه توره شوې نه وي کرار یوه پښه په بله واړوه او تودې اوګرې او دمیوو پیتیانې شړپوه، دلته هم هماغه حال و خو په یوه توپیر چې دال او لوبیاډېرو.

او بیا،ځه ! پلار خو به موشرمېده ،پښتو به یې دلرنو وروڼو په خبره کچه کېده ،مېلمه ډبرزړي (سنګدله) به هم راته ست نه کاوه چې د مسلمان اولاده په یوه پښه د اوبو له ډک ګیلاس سره ولاړ یې ،خوږو ته دې خوله د بورې له اوبو او تروو ته دمالټو له اوبو ډکېږي،غلي ،غلي راته ګورې،ته خوهم راشه راسره کېنه.
خوددې هرڅه سره ،سره به مې ورځپاڼوال مېلمه د زړه سر و. چې له حجرې به کور ته واوښتم اوبه به مې ورسره په بیړه سملاسی راواخیستلې ، دچای به مې امر وکړ ، ورپسې به مې دکوم مشر نوم هم واخیست چې وايي ښه ښورواتیاره کړئ او بیابه مې لاداهم وویل چې مېلمه په ډوډۍ پسې وروسته هم زر چای څښي. په دې کې به مې مطلب داو چې له ټولو خبرو نه په یوه ځای ځان خلاص کړم، که مېلمه یې خوري وه دې یې خوري که نه ، بلامې توره ورپسې ؛خوچې ماته مشران څه ووايي او چې مالکه د محمودد ایاز غوندې ټول کارونه په یوه تګ کې ترسره کړ ي وي او ورو له ورځپاڼې سر راپورته کړم او غلی غوندې د وروځو په اشاره ووایم چې ویلی مې دي. د افغانانو دا خوی چې دمېلمه لپاره کار پرېږدي او ورسره کېني زما په دغه وخت کې ډېر خوښ و ځکه چې له مېلمه سره به مشران ناست وو. خواله به یې کول مېلمه به وخت نه لاره چې ورځپاڼه ولولي نو ماته به راپاتې وه. مابه یې لومړی پر لویو عنوانونو یو ځغلنده نظر تېرکړ. نور به مې ښکته نه کتل چې چا څه بلاغرولې ده ؛خو زر به مې پاڼه واړوله او ادبي برخې ته به یې لاړم. هغه مهال هم په وحدت کې ادبي برخه ښه ځواکمنه وه او چې اوس یې په دلیل فکر کوم نو کېدای شي لامل به یې داو چې دسیاسي کالمونو لیکوالان به ورته نه پیداکېدل او له زړو کتابو نه یې ادبي ټوټې او کیسې راخیستلې. خو دا هغه شر و چې زماپکې ګټه وه. د واړه ماشوم یې لا دسیاست سره څه ؟؟ داهمداسې وه لکه اوس چې دکورماشومانو ته وایم چې کرکټ مه ګورئ او خبرونه راواړوئ.
له همدې امله خو مې یوه ورځ له یوه مېلمه سره نږدې اړیکې خرابې شوې وې. مېلمه ورځپاڼه راوړه خو لکه چې په لوستلو کې یې مېړنی نه و. دحکمتیار صیب تصویر پرې پروت و. لاس یې د دکن لور ته ورغزولی و. او خوله یې خلاصه وه لکه بل چا یا بل څه چې ورله خلاصه کړې وي. مېلمه په تصویرګوتې کېښودې اوپه داسې انداز لکه ماچې ازمیي په موسکایې وویل : پوهېږم چې اخبارخو دې سم نیولی دی ، خو هله به دې ومنم چې دا ځای راته ولولې.
ماورته په بیړه ولوست.لیکلي یې وو: پاکستان زمونږ دوهم کور دی ددې د ساتنې لپاره دسرونو قربانۍ ته هم تیاریو.حکمتیار
مېلمه ته دې ټکي خوند ورکړ. زر یې وویل : نور یې څه ویلي؟
نوره مې ورته کیسه پیل کړه. خو چې مخکې تللم. دهغه خوله له خوښۍ نه ویړېده او زماتندی ګونځېده. تراخره یې دومره وارخطاکړی وم چې په پای کې مې پرته له دې چې فکر پرې وکړم داهم ورسره ولوستل چې (باقي په صفحه۴) له دې وروسته زه او مېلمه دواړه تېر وتو.
ما زرد خپلو ادبي ټوټو او شعرونو دکتلو لپاره پاڼه واړوله او مېلمه فکر وکړ چې څلورم مخ راړوي او اوس به راته نوره کیسه هم کوي. ځکه سړی په تنظیمونو کې لوبېدلی واو لوبېدلی نه بلکې تنظیمونه به یې شړپولي وو. او په دې پوهېده چې زمونږ د مشرانو تقریرونه خو لکه دهندوانو منترونه چې تړړم،تړړم ته رسېږي خو خلاصېدن نه لري.
مادڅلورم مخ پرځای دریم مخ راواړاوه. او کرار مې پکې دخوښې یوغزل پیداکړ او په لوستلو مې پیل وکړ.مېلمه لږه شېبه په دې انتظار و چې نور څه به واوري خو ماپرې ځان غلی کړ. ښه شېبه یې په شوق زماپه لور کتل. اخر یې صبرتمام شو.
وراره ! څلورمه صفحه (مخ)دې پیدانه کړه.
ولې مې پیدانه کړه.
څه یې ویلي؟
څه یې نه دي ویلي!
په خنداشو: ساده ! هلته یې لیکلي وو چې نور په څلورمه صفحه وګوره(یانې وګورئ)
-هو خو لکه چې ترې هېرشوي دي.
-په تکبر یې وویل: دوی دحکمتیارصیب خبرې چېرته پرېښودی شي.ضیاالحق یې نه دی لیدلی!!
دده خواته بل ناست کس وویل:کېدای شي پرېښې یې وي ،وحدت اخبارلکه چې دنیشنلیانو دی.
او په بیړه او تجسس یې رانه ورځپاڼه واخیسته ،او څلورم مخ یې راواړاوه.
خوځه ، ښه وه په دغې ورځ پکې یواځې دوه غزلونه وو ، دواړه مې لوستلي وو او یو مې هم نه و خوښ شوی. له دېرې نه بهر مې انډیوالان ولاړ وو او توپ ډنډې ته یې غوښتلم.په یوه ترپ مې ځان ورورساوه.
ور

Wednesday, October 14, 2009

سور مامور

سور مامور
(لنډه كيسه)
لیکوال : رحیم الله بشارت
د ده خداى وهلي سره او سرو ته ورته ټول رنګونه بد اېسېدل، سره ګلونه سره ټيکري، سرې شونډې، سرې سترګې، سره وېښته دا ټول يې دومره بد راتلل، چې ورسره کلکه دښمني يې وه. سهار او ما زيګر چې به روان و سر يې ځوړند نيوه. د جومات ملا صاحب ويل مراقبه کوي. خو نورو بياويل په دې وختونو کې د اسمان څنډې سرې وي، دى سرو ته نه شي کتلاى.او کېدى شي له همدې امله يې نوم له سرمامور نه په سور مامور اوښتى و.بيا هم مخامخ خلکو سرمامور باله، خو چې سترګې به يې پناه وې نو لويو، وړو، ښو او بدو ټولو په سور مامور ياداوه.د ده ژېړ ځبېښلي رنګ بېخي چيغې وهلې چې نه يې د سور مامور لقب د رنګ له امله ګټلى او نه يې لوړ ژور مخ سوروالى درلود. خو په دې بيا هېڅوک نه پوهېده چې له سرو رنګونو سره يې نو ولې دومره کلکه ورانه ده، خو له سرو او سوروالي سره د دښمنۍ ډېرو کيسو يې د مازيګر تر لمانځه وروسته د جومات مخې ته بنډار تود ساته، .له کليوالو چې به د ټوکو لړ وشلېد د سور مامور کيسو ته به يې خوله اړوله او دې کيسې خو يې په ټول کلي کې د لوى اختر درې ورځې د ټوکو او خنداګانو بازار تود وساته، چې حاجي صاحب احمد ويل د قربانۍ هغه خيالي ګر پسه يې چې د نورو کليوالوپرخلا ف يې پرې د نکريزو پر ځاى شنه او ژېړ رنګونه راکښلي وو، مردار کړ.کيسه يې داسې کوله چې د ه د قربانۍ پسه راڅملاوه، ښځې ته يې هم وويل چې راشي تکبير ورسره ووايي او پر پسه لاس کښېږدي چې ثواب يې وشي، دى پر پسه ورټيټ شوى و، په يوه لاس يې چاړه او په بل يې ورته مرۍ نيولې وه، تکبير يې ووايه، چې چاړه يې پرې راکش کړه ماشوم زوى يې د پسه مخې ته راغى. ښځې پرې غږ کړل… مه راځه… اغېړ به شې وپوهېده چې اغېړ نه پېژني، نو ورسره غبرګه يې کړه جامې دې سرې کېږي د(سرې کېږي) له اورېدو سره ده پسه پرېښود اوپه کنځلو يې پيل وکړ، ښځې يې پرې بړچ وهل: څه کوې، لېونى خو نه شوې، ژر كوه پسه مردارېږي، کنځلې به بيا وکړې، پسه حلال کړه د ده له پرېښودو سره پسه خوځېدلى و، ده پرې چاړه راکش کړه، خو د څټ له خوا.ما چې له هغې ورځې وروسته ليده خندا مې ورته راتله، چې يوه ورځ د کلي خلک زموږ هوجرې ته رابلل شوي وو، هېر مې دي چې څه جرګه وه که د چاخوړه، خو دى هم په حاجي احمد پسې راروان و.هوجرې ته راننوتل، ناست خلک ودرېدل . حاجي صاحب ټغرته وکتل، نرۍ غوندې موسکا يې وکړه او ويې ويل: سرمامور صاحب! دا هوجره خو يې داسې سره کړې لکه سور الوان.ده بوټونه نيم کښ غوندې پښو ته کړل، له ځان سره يې څه وويل او چټک ووت.خلک له خندا رغړېدل چا حاجي ته وويل: دا که ستا نه پرته بل چا ويلي واى، څومره ښکنځلې به يې ورته کړې واى.هغه پر خپله شنه ږيره لاس راتېر کړ، ويې ويل: زما خو يار دى، خو دغه د ټوکو او خندا احساس مې هغه وخت ورسره په کينه بدل شو، چې ما او زما ملګرې زرمينې مالونه د تل په شان څړ ته بېولي وو. زرمينه تر ما دوه کاله کشره وه، خو داسې ښکارېدل لکه هغه چې پنځلس کلنه وي او زه ديارلس کلن. هر مازيګر به هغې خپل مست سخوندر او ما خپله ترنده خوسۍ يوځاى د کلي چپې ډډې ته پرتې غونډۍ ته بېوله، د غونډۍ لمنه يوې ښې ورشو ته پاتې کېده، څنګ ته يې يو لښتى تل له اوبو ډک بهېده او په لښتي پسې د سور مامور ځمکه وه، ما خپله خوسۍ په يوه لوى پړي وتړله، چې خوا و شا واښه وخوري، خو د چا پټيو ته وانه وړي، راغلم ډډه مې ووهله، مخامخ مې پټيو ته کتل لا وږي يې نه وو ايستلي چې ګورم سور مامور په غنمو کې درېږي، ټول پټي ته ګوري بيا ورځي د غاټول ګلونه راباسي او کوده ترې جوړوي، ما چې وليد خندا راغله له ځان سره موسک شوم، زرمينه هم راغله چې زما موسکا يې وليده، له خندا شنه شوه، خوسۍ او سخوندر ته يې وکتل راته يې وويل: نن خو ته هم پسې خاندې. چې ومې کتل سخوندر خوسۍته ورنژدې شوى، داړې يې جينګې کړي او خوله يې پورته اسمان ته نيولې ده. د زرمينې د بې حيا سخوندر همدا عادت و چې زما له خوسۍ څخه نه کرارېده، ان چې خوارکۍ ته خپلې تشې متيازې هم لوى پسات ګرځېده.بيا به يې څړ ته نه پرېښوده،کله به يې ورته يو ځاى، كله بل ځاى بوى کاوه، کله به يې ورسره هسې ځان سولاوه او کله به يې پښې ورته وراوچتې کړې … د دې په ليدو به زما سترګې خړې شوې، له زرمينې به مې سترګې اړولې، خو هغه به رانه تاوېده او سترګو، سترګو ته به يې راته کتل، په خوله به يې هېڅ نه ويل خو سورکى سپين مخ به يې لاپسې سور شو او له خندا به شنه وه، د تېر په څېر زرمينه راغله، زما سترګو ته يې وکتل، ما چې سخوندر وليد چې په بې حيايۍ يې شونډک د خوسۍ تر لکۍ رسولى، سترګې مې خړې شوې، يو کاڼى مې راواخيست چې سخوندر وولم، زرمينې مې لاس ونيو او شيطانې سترګې يې راته سترګو ته نېغې کړې، موږ لا په دې کې وو چې کتل مې سور مامور راغى چې زرمينې وليد، پټه- پټه خندېده خو زما لاس يې پرېښود، هغه تر لښتي راورسېد او غوښتل يې چې د غاټولو کوده لښتي ته وغورځوي چې زرمينې ترې پوښتنه وکړه:کاکا په دې څه کوې؟-دى اوبو ته يې غورځوم.دا په بيړه ورروانه شوه . ورته ويې ويل:اوبو ته يې مه غورځوه، ما ته يې راکړه.د دې په اورېدو د هغه رنګ والوت، پوهېدم چې غوسه ورغله…. د غوسې په ليدو يې ما ته خندا راغله، خو- له خولې مې ختو ته پرې نه ښوده. کښته- پورته يې ورته وکتل، غوسه يې پټه کړه په ارامه يې وويل:ته پرې څه کوې؟-شونډې پرې سرې کوم.له دې سره يې تښتېدلى رنګ لا پسې ژېړ شو، برند- برند يې ورته وکتل، ويې ويل:په دې نه سرې کېږي. ما ته يې اشاره وکړه. دغه سخوندر ته ووايه چې درته سرې يې کړي.د غاټولو کوده يې اوبو ته وغورځوله، له ځان سره يې نور هم څه وويل او چټک روان شو.زرمينه. هکه پکه ودرېده … په خندا مې ورته وويل:راځه چې شونډې دې درته سرې کړم…ترخه موسکا يې وکړه او تر څنګ مې کښېناسته … چې څومره مې ورسره سترګې جنګولې، سترګې يې خړې وې.که څه هم هغې خبرې ښه مزه راکړې وه، خو نه پوهېږم ولې مې ورسره دومره کينه پيدا شوه، چې ومې ويل خامخا به له سره رنګ سره د ده د دښمنۍ په راز ځان پوهوم.د کلي له مشرانو- کشرانو هر چا چې مې پوښتنه کوله هېڅوک په دې راز نه و خبر، چې ولې ده ته سور مامور وايي، چا خو لا سور مامو د سرمامور اوښتې بڼه ګڼله او ويل يې چې دى ښايي د سور مامور له نومه خبر وي او له دې امله يې له سره رنګ سره هم دښمني وي.خو بيا راته چا وويل چې د سور مامور نوم پرې حاجي احمد اکا ايښى دى او که تر شا يې هر څه کيسه وي هغه ته به معلومه وي.خو چې حاجي صاحب ته به مې هر څومره وويل، موسکى به شو: ”وراره! څه يې کوې، په کيسو پسې يې مه ګرځه“ يوه ورځ چې حاجي صاحب د جومات له خوا د پټيو پر لور روان شو، په زړه کې مې وويل دى اوس له خپل عادت سره سم ځي او پر خپلو پټيو به ګرځي، د کيسو لپاره ښه وخت لري او کشرانو ته يې د تېر وخت کيسې کول ډېر خوښ هم دي، وايي چې داسې کشران له تېرو زمانو څخه خبرېږي.نو غلى ورپسې روان شوم، ويل مې ورو- ورو به ورلنډېږم چې ورنژدې شم، پوښتنه راڅخه کوي چې چېرته ځې، زه به ورته ووايم چې مازيګر دى، چکر لګوم، نو خامخا مې له ځان سره ملګرى کوي، کيسه راته پيلوي او په کيسه-کيسه کې به ترې د کيسې پوښتنه وکړم.زما او د ده تر منځ لا اتيا، سل قدمه واټن و، چې دى د سور مامور ځمکې ته ورسېد هغه يوې کوله، ده پرې د ښې چارې غږ وکړ.هغه ورته په چار دې ښه شه حاجي صاحب، ځواب ورکړ.دى لږ تم شو، چې هغه کيل پولې ته رانژدې کړ.ده يې يو غويي ته وکتل، موسکى شو ورته ويې ويل:-سرمامور صيب! عجيبه خبره ده.-هغه حيران شو: ولې؟ -ده يې خړ برګ غويي ته وکتل:-د دې غويي سترګې دې سرې دي اوشونډې يې تورې.-هغه ورته نه يوه کړه نه بله، ورته وې ويل: دا دواړه یې ستا ښځې ته تللي….د هغې هم سترګې سرې دي، شونډې تورې.زه پر پوله له ولاړو ګڼو ونو چې په کې تم شوى وم، ورووتم.حاجي صاحب چې وليدم، رنګ يې واوښت.کرار- روان شو ما ورپسې ځان ورساوه.خبره مې په بله واړوله چې ګوندې د سرو سترګو او تورو شونډو خبره مې نه ده اورېدلې، زه پوهېدم چې دا به پر حاجي صاحب ډېره بده لګيدلې وي، ځکه چې د ښځې شونډو يې رښتيا هم د تورو بانجانو غوندې رنګ لاره.حاجي صاحب پوهېده چې زه ځان هسې ناګاره کوم، نو سر يې ځوړند نيولى و، راته ويې ويل: دا خداى وهلى د سره له کليمې نه ډېر بد وړي.دى چې څه وخت سرمامورو، زما يو انډيوال هم هلته مامور و هغه راته کيسه کوله چې دى سرمامور شو، په دفتر کې ورسره يوه ماموره وه، چې ښه برابره نجلۍ وه، دنګه غړۍ، لوى وېښتان، غټې سترګې او سرې شونډې يې لرلې، ډېر سينګار به يې کاوه، ده ورته يوه ورځ کومه دوسيه ورکوله چې لاسونه يې سره وجنګېدل، د لاسونو له جنګېدو سره يې سترګې هم و جنګېدې، هغه سره شوه او د ده رنګ ژېړ شو.د دوى ترمنځ دغه د سترګو او غړو جنګېدل ورو- ورو ډېرېدل، کله يې سترګو ته په ځير کتلي، کله يې يو د بل لاس کښېکاږلى او کله غلچکي غوندې سکونډاره لګولې... خو دى يې سرو شونډو ته بېخي نه ټينګېده، بله ورځ چې هغه راغله دروازه يې بنده کړه، ده ته يې لاس ورکړ، ده يې لاس څه شېبه ونيو، د دواړو رنګونه والوتل، ده يې لاس پرېښود، ورو غوندې يې په نرۍ ملا کې ونيوله، ځان ته يې جوخته کړه شونډو ته يې شونډې ورنژدې کړې، هغې هم ورته خوله بوڅه کړه، سر يې شا ته تاو کړ.دى احساساتي شو، چپ لاس يې ورته څټ ته کړ، چې سر ونه خوځوي او د شونډو په رودلو يې پيل وکړ، چې دروازه خلاصه شوه، رئيس يې وليد، چې د دوى په ليدو بېرته ستون شو.لږه شېبه وروسته دوه فرمانونه صادر شول، چې په يوه کې يې پېغله سورکۍ د سرمامورۍ تر څوکۍ لوړه کړې وه او په بل کې يې ګل خان د سر مامور له دندې ګوښه کړى و. هغه پياده چې ورته فرمان راووړ غلي غوندې يې ورته وويل: سرمامور صيب دا خوله مو پاکه کړئ، ټوله سره ده